دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۱
د مطلب کود : 274797
د بامیان ولایت د شیعه ګانو نغدي مرسته جلریز له سیلاب ځپلو سره
د باميان والي مولوي عبدالله سرحدي د باميان ولايت د شيعه ګانو او د آيت الله سيستاني د دفتر له خوا د ميدان وردګ ولايت د جلريز ولسوالۍ د کوته ملک په سيمه کې د وروستيو سيلابونو د قربانيانو له کورنيو سره نغدي مرسته ووېشل شوه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بامیان ولایت مقام مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د بامیان ولایت والي مولوي عبدالله سرحدي د میدان وردګ ولایت جلریز ولسوالۍ ته سفر کړی او د دغه ولایت له لورې یې د نغدي مرستو د ویش غوښتنه کړې ده. د بامیان ولایت خلک او د آیت الله سیستاني د دفتر له خوا د شیعه او سني مذهبونو د پیروانو تر منځ د خواخوږۍ او همدردۍ د پیاوړتیا په موخه د دې ولسوالۍ په کوټه ملک کې د وروستیو سیلابونو د قربانیانو په کورنیو باندې مرستې ویښلي دي.
 
مولوي عبدالله سرحدي وويل، د خوښۍ او وياړ ځای دی، چې نن د افغانستان خلک د شيعه او سني مذهبونو پيروان پرته له قومي، مذهبي او سمتي تعصباتو سره يو ځای ژوند کوي او په بدو ورځو کې له يو بل سره مرسته کوي.
 
د باميان والي زياته کړه چې د باميان ولايت له شيعه ګانو او د ايت الله سيستاني له دفتر څخه ٤٦٠٧٠٠ افغانۍ راټولې شوې او د سېلاب ځپلو باندي ویښل شوي دي.
 
له بلې خوا عبدالرووف د شهيدانو د کورنيو او د جلريز ولسوالۍ د کوته ملک کلي د اوسېدونکو په استازيتوب د باميان د والي له شتون او د باميان د خلکو د خواخوږۍ له امله مننه او قدرداني وکړه.
 
عبدالرووف وويل، د کوته ملک کلي او دهن تنګي د شورا خلک د باميان د شيعه ګانو له ورورګلوۍ څخه ډېر خوښ دي او هيله لري چې د افغانستان خلک او د مذهبونو د پيروانو ترمنځ اتحاد او پيوستون رامنځته شي.
 
https://avapress.com/vdcb9ab5zrhbzzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته