دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۰۶
د مطلب کود : 274801
د شاهچراغ تروریستي پېښه هیڅ مذهبي بڼه نه لري/ هدف یې د اسلام پر ضد یوه لویه دسیسه ده
د شیراز ښار د شاه چراغ (ع) په زیارت کې له تروریستي پېښې وروسته د تبیان مرکز مشر حجت الاسلام والمسلمین سید عیسی حسیني مزاري په یوه پیغام کې ویلي چې د شاهچراغ پېښه په یقیني ډول مذهبي بڼه نه لري. هغه زیاته کړه، یو لوی سیمه ایز او حتی نړیوال سیاسي هدف، د اسلام او مسلمانانو پر ضد دی، هغه وویل: د ترهګرو عناصرو او شبکو د فعالیتونو دوام، په ځانګړې توګه په سیمه کې، ثابت عزم ته اړتیا لري، ترڅو د دغو عناصرو ځالې او د هغوي اجیر ګروپونه د سیمې په هیوادونو کې پاتې نه شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: حجت الاسلام والمسلمین حسینی مزاری په دغه پیغام کې ټینګار کړی، چې د شاه چراغ پېښه په یقین سره هیڅ مذهبی بڼه نه لری، بلکې د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې یو ستر سیمه ییز او حتی نړیوال سیاسی هدف دی.
 
د ایران په شیراز ښار کښې د شاهچراغ (ع) په زیارت کښې د ترهه ګرې پېښې په اړه د تبیان د کلتوری او ټولنیزو فعالیتونو د مرکز مشر لخوا د خپور شوی پیغام بشپړ متن په لاندې ډول دی:
 
بسم الله الرحمن الرحیم
"له بده مرغه موږ یو ځل بیا د ایران په شیراز ولایت کې د شاهچراغ د زیارت کوونکو د وینې تویولو صحنې ولیدلې.
 
د شاهچراغ د زیارت تروریستي پېښه ښیي چې د نړیوالې ترهګرۍ لپاره یوازې د امریکا په مشرۍ د نړیوال امپریالیزم د ناوړو پلانونو عملي کول مهم دي. هغه هیواد چې له ترهګرۍ څخه یې ګټه اخیستې ده د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره د سیمې د استخباراتي شبکو په واسطه د ناخبره روزل شوي عناصرو څخه کار اخلي.
 
د شاه‌چراغ پېښه بې له شکه کومه مذهبي بڼه نه لري، بلکې د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې یوه لویه سیمه ییزه او حتی نړیواله سیاسي موخه ده.
 
د تروریستي عناصرو او شبکو د فعالیتونو دوام په ځانګړې توګه زموږ په سیمه کې ثابت عزم ته اړتیا لري ترڅو د دغو عناصرو او اجیر ډلو هیڅ ځالې د سیمې په هیوادونو کې پاتې نشي.
 
زه دغه جنایت په سختو ټکو غندم او دوهم د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت امام خامنه ای د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر، د حکومت غړو او د دې هېواد شریف ملت او په ځانګړې توګه د شهیدانو کورنیو ته تسلیت وایم او ټپیانو ته د لوی خدای (ج) له درباره د عاجلې روغتیا هیله کوم.
 
سید عیسی حسینی مزاری
۲۳ اسد ۱۴۰۲ لمریز
https://avapress.com/vdchvkniz23nq6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته