دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۰۷
د مطلب کود : 274994
د شاهچراغ د برید د تروریستي برید نور جزیات /نورزاف په ترکیه کې له داعش ډلې سره یوځای شوی دی
د ایران د اسلامی جمهوریت رسنیو په دې وروستیو کښې د شاه چراغ په زیارت باندې د حملې او د هغه ترهه ګرو په اړه نور جزئیات خپاره کړی دی. ویل شوي چې د تروریستي برید عامل (رحمت الله نوروزاف) د سلمان اسلم یار په نوم تنظیمي کس لومړی د داعش له یوه غړي سره د ټولنیزو شبکو له لارې تماس نیولی او بیا ترکیې ته تللي او له داعش ډلې سره یو ځای شوی.
افغان غږ خبری آژانس - تهران: د ایران د اسلامی جمهوریت رسنیو پرون چهارشنبه د اسد ۲۵ مه د شاه چراغ په زیارت باندې د ترهګریز برید په اړه نور جزئیات خپاره کړل.
 
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی چې «رحمت الله نوروزاف» د سلمان اسلم یار په نوم له تنظیمی ادارې سره لومړی د ټولنیزو شبکو له لارې له داعش سره اړیکه ټینګه کړي.
 
ویل شوي چې نوموړی بیا له داعش سره د عملیاتي همکارۍ لپاره ترکیې ته ځي او هلته په د داعش غړی شوي.
 
د راپور له مخې، نوروزاف چې په اصل کې تاجک دی، بیا افغانستان ته ځي، هلته د داعش له خوا شاوخوا درې میاشتې روزل کېږي او د تروریستي عملیاتو لپاره ټاکل کېږي، او په پای کې د ترهګریزو کړنو لپاره ایران ته ننوځي او د اسد په ۲۲مه د شاهچراغ په مزار ترهګریز برید کوي
 
د يادونې وړ ده چې د روانې اونۍ د يكشنبې په ورځ د ايران په شيراز ښار كې د شاه چراغ په زيارت د ترهګر بريد له كبله دوه تنه شهيدان او اووه تنه ټپيان شول. د ایران د اسلامي جمهوریت د چارواکو په وینا د دغه برید په تړاو تر لسو زیات کسان نیول شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcaoynuy49n0o1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته