دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۴۴
د مطلب کود : 275111
هند افغانستان ته ۲۰۰ ټنه درمل او طبي توکي ولېږل
هندي رسنیو خبر ورکړی، چې دغه هېواد د ایران د چابهار بندر له لارې افغانستان ته ۲۰۰ ټنه درمل او طبي توکي لېږلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، دغه مرستې په افغانستان کې د خرابېدونکي بشري وضعیت او د ملګرو ملتونو د ادارو عاجلو غوښتنو ته د ځواب ویلو په موخه استول شوې دي.
 
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان هم اعلان وکړ؛ د هند حکومت د افغانستان پر خلکو د غنمو د وېش په برخه کې همکاري کړې ده.
 
د ملګرو ملتونو د دغې ادارې د مسوولینو په وینا، هند په ټول افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ته ۴۷۵۰۰ ټنه غنم د مرستې په توګه ورکړي دي.
 
په داسې حال کې چې پخوا د غنمو بارونه د پاکستان د ځمکنیو لارو له لارې په لویو لاریو کې افغانستان ته لېږدول کېدل، په دې وروستیو کې د ایران د چابهار بندر له لارې د WFP مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
 
په همدې حال کې د هند حکومت له افغانستان سره د مرستې په موخه په کابل کې د ملګرو ملتونو د جرمونو او نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې ته ۱۱۰۰ د ښځینه حفظ الصحې کټونه، کمپلې او طبي مرستې ورکړي دي.
 
د هند حکومت هم د ۲۰۲۳-۲۰۲۴ کال په بودجه کې له افغانستان سره د مرستې لپاره دوه میلیارده هندي کلدارې ځانګړې کړې دي.
 
په هرصورت، دا د هغه 3.5 ملیارد روپیو څخه کم دي چې هند په تیر مالي کال کې له افغانستان سره مرسته کړې.
 
https://avapress.com/vdccspqis2bqms8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته