دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۴۵
د مطلب کود : 275123
په پکتيکا ولايت کې د کوکنارو ٤٠٠ جريبه کرونده له منځه يوړل شوه
په هېواد کې د نشه يي توکو د کښتونو د له منځه وړلو له پروسې وروسته د کورنيو چارو وزارت چارواکي وايي، چې د پکتيکا ولايت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو څلور سوه جريبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ د اسد ۲۸ مه په یوه ټویټ کې په پکتیکا ولایت کې د ۴۰۰ جریبه کوکنارو د له منځه وړلو خبر ورکړ.
 
د کورنیو چارو وزارت د چارواکو په وینا، دغه کروندې د پکتیکا ولایت په دیله ولسوالۍ کې وې، چې د دغه ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو له خوا له منځه وړل شوې دي.
 
دغه وزارت همداراز په خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې د لوګر ولایت له نشه یی توکو سره د مبارزې پولیسو د دغه ولایت په ارزو ولسوالۍ کې هم ۵ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده.
 
د راپورونو له مخې د اسلامي امارت د رهبرۍ له لوري د نشه یي توکو د کښت، تولید او قاچاق د منع فرمان له صادریدو وروسته په افغانستان کې د نشه یي توکو کښت او تولید تر ټولو ټیټې کچې ته رسیدلی دی.
 
https://avapress.com/vdcf0td0mw6deya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته