دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۷
د مطلب کود : 275157
د سیاحت صنعت د هیواد په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لوبوي
د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه پروان ته د سفر پر مهال وویل چې د سیاحت صنعت د هیوادونو په اقتصادي وده او پرمختګ کې خورا مهم او ارزښتناک رول لري. هغه زياته کړه چې د سياحت په برخه کې بايد د سيمې ځايي او مستند کلتور او تاريخي اثار وساتل شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: ملا خیرالله خیرخواه او ورسره مل پلاوی پروان ولایت ته د یو رسمی سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والی مولوی عبیدالله امین زاده سره وکتل.
 
نوموړي پروان ته د خپل سفر موخه د تاريخي ابداتو ليدنه او له سيمه ييزو چارواکو سره وکتل او ويې ويل: د سیاحت صنعت د هېوادونو په اقتصادي وده او پرمختګ کې ډېر مهم او ارزښتناک رول لوبوي.
 
هغه وويل، د تاريخي اثارو او ځايونو ترڅنګ د استوګنې هوټلونه او سياحتي اسانتياوې د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو د پام اړولو په موخه جوړېږي.
 
خيرخواه وويل چې د سیاحت په برخه کې بايد د سيمې اصلي او مستند کلتور او د تاريخي او طبيعي زېرمو ساتنه او مديريت وشي، څو سيلانيان راضي او هغوى دې سيمو ته يو ځل بيا تګ راتګ ته وهڅوي.
 
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست زیاتوي: په یوه ښار او یوه هېواد کې د سیاحت صنعت د ودې لپاره د ټولو شته منابعو په نظر کې نیولو سره د فعال مدیریت او ګټور پلان جوړونې منطقي حل ته اړتیا ده، څو د هېواد تاریخي اثارو ته ورسول شي.
 
په دې کتنه کې د پروان والي مولوي عبيدالله امين زاده په دې جغرافیه کې د ښه امنيت د تامينولو په باب ډاډ ورکړ او ويې ويل: د دغه ولايت ښکلي او تاريخي سيمې ارزښت او وړتيا لري چې له هرې لارې يې وکتل شي.
 
امین زاده ټینګار وکړ، چې د پروان وضعیت ته په کتو، که د دې سیمې طبیعي او تاریخي سیمو ته پاملرنه وشي، بې له شکه د کلیوالي اقتصاد د ودې او پرمختګ لامل به شي.
 
https://avapress.com/vdccppqim2bqms8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته