دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۵۸
د مطلب کود : 275191
د بلخ انګور د لومړي ځل لپاره روسیې ته صادر شول
د بلخ سیمه ییزو چارواکو له دغه ولایت څخه روسیې ته د تازه انګورو لومړۍ جوپه صادرولو اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د بلخ د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، پرون (شنبه، د اسد ۲۸مه) د لومړي ځل لپاره له بلخ څخه روسیې ته دوه زره کارټن تازه انګور صادر شول.
 
د چارواکو په وینا، دغه صادراتي کارګو د یخچال لرونکو لاریو او د دغه ولایت د سوداګرو له خوا د هرات له بندر څخه روسیې ته صادرېدل.
 
د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر اسدالله اسدي دغه څرګندونې تېره ورځ په بندر حيرتان کې په همدې مناسبت جوړو شويو مراسمو کې ګاونډيو هېوادونو ته د صادراتو د زياتوالي اعلان وکړ.
https://avapress.com/vdcaomnu649n061.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته