دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۳۶
د مطلب کود : 275318
د اورګاډي ریاست ویاند آوا سره په خبرو کې؛

په هیواد کې د ریل پټلۍ د جوړولو لپاره هڅې روانې دي

په هیواد کې د ریل پټلۍ د جوړولو لپاره هڅې روانې دي
د افغانستان د ریل پټلۍ ریاست چارواکي وايي، په هېواد کې دننه د رېل پټلۍ د انستیتوت په جوړولو سره د دې ادارې کارکوونکو ته د تخنیکي زده کړو زمینه برابروي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ظرفیت لوړولو په موخه ایران، چین او د منځنۍ اسیا هیوادونو ته د اورګاډي پټلۍ د کارکوونکو له استولو وروسته، د افغانستان د ریل پټلۍ ریاست چارواکو د افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې دوی به په دې برخه کې یو انسټیټیوټ جوړ کړئ چې دوی په هیواد کې دننه هڅې کوي.
 
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ وزارت ویاند سمیع درانی وايي، دغې ادارې خپل سلګونه کارکوونکي ایران، چین او منځنۍ اسیا ته د لنډ مهاله تخنیکي روزنیزو کورسونو لپاره استولي دي.
 
ده زياته کړه: په ايران، تاجکستان، چين، قزاقستان او ترکمنستان کې روزل شوي کارکوونکي؛ دوی له راستنیدو وروسته بیا د افغانستان د ریل پټلۍ په اداره کې په دندو وګمارل شول او له خپلو تحصیلي تجربو ګټه پورته کړي.
 
دراني دغه راز په ډاګه کړه، چې د افغانستان د اورګاډي پټلۍ او د تخنيکي او مسلکي زده کړو رياستونه په افغانستان کې د زده کړو د زمينې د برابرولو په موخه د رېل پټلۍ د انستيتوت پر جوړولو او د دغه انستيتوت د روزنيز نصاب پر چمتو کولو کار کوي.
 
هغه دا هم وويل، چې د انستيتوت له جوړېدو مخکې د افغانستان د اورګاډي رياست د لومړي ځل لپاره د حیرتان د پولي تخنيک پوهنتون د محصلينو لپاره په حیرتان ښار کې عملي پروګرام په لاره اچولى و، چې په ترڅ کې يې د "پلان جوړونې"، "بارولو" مهارتونه زده کړل.
 
د افغانستان د ریل پټلۍ د ریاست د ویاند د څرګندونو پر بنسټ؛ دوی ژمن دي چې ټوله اداره د هغو افغان کدرونو په واسطه پرمخ بوځي چې د افغانستان له سیمې او جغرافیې سره اشنا وي.
 
په ورته وخت کې د افغانستان د اورګاډي پټلۍ مرستیال انجنیر عبدالباري صدیقي افغان غږ خبری آژانس ته وویل، چې افغانستان د دوو لارو "اقینې" او "خواف- هرات" له لارې په مستقیم ډول له اروپايي هېوادونو سره د اورګاډي له کرښې سره نښلول کېږي.
 
صديقي دغه راز وويل، اداره هوډ لري چې د سپين بولدک - چمن اورګاډي پټلۍ د پروژې په پلي کېدو سره افغانستان له سمندري بندرونو سره ونښلوي او هڅې روانې دي چې د دې پروژې لومړۍ برخه سږ کال ډېر ژر پلې شي.
 
له دې سره سره د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، چې په هېواد کې د اورګاډي پټلۍ جوړول او پراختیا د اقتصادي ودې، د کارموندنې او هم د سړکونو د تخریب د مخنیوي لامل کېږي.
 
د اقتصادي چارو کارپوه شاکر افغان هم د افغان غږ خبری آژانس خبريال ته وويل، چې د اورګاډي پټلۍ پراختيا د هېواد د اقتصاد له پلوه هم مهمه ده، چې افغانستان له سيمې او نړۍ سره نښلوي. ځکه چې تر سمندري ترانسپورت وروسته د اورګاډي پټلۍ د سوداګریزو توکو د لېږد تر ټولو ارزانه او خوندي لاره ده.
 
هغه زياته کړه، چې د اورګاډي پټلۍ له يوې خوا سوداګرو ته د وخت او اقتصاد په برخه کې ډېرې اسانتياوې راوړي او له بلې خوا د هېواد د لويو لارو د تخريب مخه نيسي.
 
د افغانانو د څرګندونو پر بنسټ؛ د سوداګرۍ د تبادلې په وده کې د خپل رول تر څنګ، د اورګاډي پټلۍ په جوړولو کې هم ډیری کاري فرصتونه برابر شوي او اوس مهال سلګونه هیوادوال د اورګاډي په پروژو کې کار کوي.
 
هغه وويل، په کم لګښت د زياتو سوداګريزو توکو صادرول او واردول، د کار پيدا کول او د توليدي لګښتونو کمول د اورګاډي پټلۍ د شتون نورې اقتصادي ګټې دي.
 
بايد يادونه وشي چې افغانستان پخپله د اورګاډي پټلۍ نه لري. خو دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کلونو کې د ايران، ازبکستان او ترکمنستان د هېوادونو له خوا د هرات، بلخ او فارياب په ولايتونو کې د اورګاډي د پټلۍ له لارې په محدوده توګه له ګاونډيو هېوادونو سره نښلول شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcb8sb5wrhbzfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته