دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۴۰
د مطلب کود : 275791
په پکتيا کې د يو ميليون ډالرو په لګښت د اوبو د مديريت د يوې پروژې د جوړېدو چارې پيل شوې
د پکتيا ولايت د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو رياست چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د يو ميليون امريکايي ډالرو په لګښت د اوبو د تنظيم د يوې پروژې کار پيل شو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دې پروژې د پرانیستلو مراسم د پکتیا ولایت د قلعه حبیب په سیمه کې د ننګرهار د کرنې رئیس مولوي عبدالرووف سعید، د ناروې کمېټې مسوولینو، قومي مشرانو او کار کوونکو په حضور کې ترسره شول.
 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د معلوماتو له مخې، دغه پروژه د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په تخنيکي او د خوړو د نړيوال سازمان په مالي مرسته پيل شوې ده.
 
ويل کيږي چې ددغې پروژې ارزښت له يو میليون امريکايي ډالرو څخه زيات دى .
 
د پکتيا د کرنې رياست وايي، دغې پروژې د مرکز ګردېز ښار او احمد آبا، سيد کرم او زرمت ولسواليو ۹۱۴۷ کسانو ته د کار زمينه برابره کړې ده.
 
د پکتیا د کرنې ریاست ویلي، چې دغه کارکوونکي به په ۲۴ سیمو کې ۳۳۵۳۳۹ خندقونه وکیندي او په ۶۰ کوچنیو بندونو او ۶۷ ټولنیزو ودانیو کې به کار وکړي.
 
په همدې حال کې د پکتيا د کرنې رئيس مولوي عبدالرووف سعيد په خپلو خبرو کې په پکتيا ولايت کې د دې پروژې پلي کېدل ضروري وبلل او زياته يې کړه، چې په دې پروژه کې به د کار په مقابل کې پيسې ووېشل شي.
 
بل خوا د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې د بشردوستانه مرستو مسئول رحمت خان په پکتيا ولايت کې د ناروې کمېټې فعاليتونه بيان کړل او ويې ويل چې د پکتيا په نورو ولسواليو کې هم يو شمېر نورې پروژې روانې دي.
 
د يادونې وړ ده، چې په پکتيا ولايت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ د وزير په شتون کې د عامه ګټو يو شمېر پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
 
https://avapress.com/vdcgyn9xqak9uu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته