دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۰۵
د مطلب کود : 275874
د زابل امنيتي ځواکونو له هېواده بهر د دوو تاريخي اثارو د قاچاق مخه ونيوله
د زابل ولایت امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې یې د دوو تاریخي اثارو د قاچاق مخه نیولې ده.
افغان غږ خبری آژانس: ویل کیږی چې په دغو اثارو کې یوه مجسمه او یوه سکه هم شامله ده چې ویل کیږی د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ په مرکز ګنج سیمه کې د لرغونو اثارو د قاچاقبرانو لاس ته لویدلی دی.
 
د باختر آژانس د خبرله مخې: د زابل د امنيې قوماندانۍ ويندوى مولوي نجم الهد محمود وويل چې ددغې قضيې په اړوند څلور تنه نيول شوي دي .
 
ويل شوي دي چې نيول شويو کسانو نيت درلود چې دغه اثار له افغانستان څخه بهر ته قاچاق کړي.
 
https://avapress.com/vdciywar5t1ayv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته