دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۲۳
د مطلب کود : 275994
په لوګر ولایت کې د پنځو لرغونو سیمو کشف
د لوګر سیمه ییز چارواکي وايي، په دې وروستیو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مسلکي پلاوي په همکارۍ په دغه ولایت کې پنځه لرغوني اثار کشف شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رئیس رفیع الله صمیم وایي، دغه پنځه لرغوني اثار د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مسلکي پلاوي په همکارۍ په دغه ولایت کې کشف شوي دي.
 
د هغه په ​​وينا، دغه سيمې د مرکز په ګډون د خوښۍ، برکي برک او چخ په ولسواليو کې دي، چې تاريخي اثار يې د اسلام له لومړيو او له اسلام مخکې دورې لري.
 
دا په داسې حال کې ده چې په ميدان وردګو ولايت کې هم يوه لرغونې سيمه کشف شوې وه.
 
افغانستان له اسلام څخه مخکې او تر اسلام وروسته د تاريخ په اوږدو کې د ډېرو امپراتوريو ځاى و، چې په هېواد کې د لرغونو سيمو د رامنځته کېدو لامل شوى دى.
 
https://avapress.com/vdcb9sb5arhbz9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته