دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۱۶
د مطلب کود : 276008
د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۹ ولایتونو کې د باران او سېلابونو د راتلو خبرداری ورکړی
د هېواد د هوا پېژندنې ادارې نن او سبا (د سنبلي په ۱۱مه او ۱۲مه) د هېواد په نهو ولایتونو کې د سختو ورښتونو، تېز باد او سېلابونو د راتلو د احتمال خبرداری ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پوهنې ریاست د یوې اعلامیې له مخې، نن (شنبه، د سنبلې ۱۱) او سبا د سنبلې تر ۱۲مې په ٩ ولایتونو کې د باران او سیلابونو د راوتلو امکان شته.
 
دې ادارې د دغو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د اورښت اندازه له ۱۵ تر ۳۰ ملي مترو پورې اټکل کړې ده.
 
په روان هجري لمریز کال کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې اورښتونو او سیلابونو خلکو ته ډېر زیانونه اړولي او درانه تلفات یې هم اړولي دي.
https://avapress.com/vdciuqarvt1ayu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته