دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۰۳
د مطلب کود : 276055
په افغانستان کې د بهرنیو پانګوالو لپاره لازمې اسانتیاوې شته
د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د ترکیې د سیاسي او اقتصادي څیړنیز مرکز له مشر سره په کتنه کې وویل چې په افغانستان کې د بهرنیو پانګوالو لپاره د پانګونې مناسب فرصتونه او لازمې اسانتیاوې موجودې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر نن (یکشنبه، ۱۲ سنبله) دغه خبر خپور کړی او ویلي یې دي چې د دغه وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور له موسی سردار چیلی‌بی سره وکتل.
 
په دې کتنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل: په افغانستان کې د بهرنیو پانګوالو لپاره د پانګونې مناسب فرصتونه او لازمې اسانتیاوې موجودې دي او کولای شي د هېواد په کانونو کې پانګونه وکړي.
 
شهاب الدین دلاور د افغانستان په کانونو کې د پانګونې په برخه کې د دوی لېوالتیا وستایله او له دوی سره یې د همکارۍ ژمنه وکړه.
 
موسی سردار چلیبي د دغه هېواد د کانونو په برخه کې د پانګونې له فرصتونو او لازمو اسانتیاوو مننه وکړه. ترکي پانګوال د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته لېواله دي.
 
باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې د کانونو او پټرولیم وزارت د شپږو لویو کانونو قرارداد له ایراني، ترکي او افغاني شرکتونو سره لاسلیک کړی دی.
 
https://avapress.com/vdcaminum49n0w1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته