دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۲
د مطلب کود : 276099
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د بنګله دېش په وړاندې ماتې وخوړه
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د اسیا جام په ګروپي پړاو کې د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې ته په ۸۹ منډو ماتې ورکړه.
افغان غږ خبری آژانس: دغه لوبه پرون (یکشنبه، ۱۲ سنبله) د پاکستان د لاهور ښار په قذافي لوبغالي کې ترسره شوه.
 
په دې لومړۍ لوبه کې بنګله دېش توپ وهنه پیل کړه او په ۵۰ اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۳۴ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۳۳۵ منډو هدف وټاکه.
 
له هغه وروسته افغانستان توپ وهنه پیل کړه او په ۴۴م اوور کې یې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ټاکل شوی هدف یې پوره نه کړای شو.
 
د بنګله دېش د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی مهدي حسن د دې لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
 
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د اسیا جام په سیالیو کې خپله دویمه لوبه د سه شنبې په ورځ د سه شنبې په ورځ د سریلانکا له لوبډلې سره کوي.
 
https://avapress.com/vdci3qar3t1ayu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته