دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۴۰
د مطلب کود : 276386
افغان لوبغاړي نصرت حقپرست خپل امریکايي سیال ته ماتې ورکړه
د افغانستان د ازادو سیالیو یو لوبغاړی نصرت حقپرست؛ د متحده ایالاتو څخه لاندون کینیونیز ته، چې د "ټایټان ایف سي" سازمان اتل و، د نمرو په واسطه ماتې ورکړه.
افغان غږ خبری آژانس: د «UFC» موسسې د معلوماتو له مخې، په دغه سازمان کې یو افغان ورزشکار نصرت حقپرست وتوانید چې د امریکا د متحده ایالاتو څخه د لاندون کینیونیز په وړاندې، چې د Titan FC  سازمان، د نمرو له مخې ناکام شو
 
د دوی لوبه نن سهار "یکشنبه" د UFC په ۲۹۳ پړاو کې ترسره شوه، د اسټرالیا په نیو ساوت ویلز کې د سیډني ښار په کوربه توب.
 
په دې بریا سره حقپرست په MMA کې د خپلو بریاوو شمېر ۱۵ ته پورته کړ، خو دا په UFC موسسه کې د هغه اوومه بریا ده، حقپرست تر اوسه په UFC موسسه کې څلور ماتې تجربه کړې دي.
 
دا باید یادونه وشي چې د هغه مخالف خپله دویمه ماتې ترلاسه کړه او دا په UFC کې د هغه لومړۍ تجربه وه.
 
نصرت حقپرست په ۲۰۱۷ کال کې "UFC" ته داخل شو، له سر بهادرزاده وروسته یې د دویم افغان جنګیالي لقب ترلاسه کړ چې د خپلواکې مبارزې په دغه ستر نړیوال سازمان کې یې د شاملېدو وړتیا درلوده.
 
https://avapress.com/vdch6-ni-23nqxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته