دخپریدو نیټه :جمعه ۲۴ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۲۸
د مطلب کود : 276648
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معینیت:

په هېواد کې يو نيم ميليون لوستي ځوانان بېکاره دي

په هېواد کې يو نيم ميليون لوستي ځوانان بېکاره دي
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين محمد يونس رشيد په جوزجان کې په يوه غونډه کې وويل چې په افغانستان کې له دريو مليونو لوستو ځوانانو څخه نيمايي يې دا مهال په هېواد کې وزګار دي .
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین وایی چې اوس مهال په هیواد کې یو نیم میلیون لوستی کسان وزګار دی.
 
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين محمد يونس رشيد په جوزجان کې په يولړ مراسمو کې وويل چې په افغانستان کې له دريو مليونو لوستو ځوانانو څخه يو نيم ( يو نيم ميليون ځوانان ) يې اوسمهال په هېواد کې وزګار دي .
 
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو معين دجوزجان ولايت له روزنيز کورس څخه د١٠٨ تنو ځوانانو دفراغت په مراسمو کې وويل: په افغانستان کې نږدې درې ميليونه لوستي ځوانان لرو چې نيمايي يې وزګار دي. که موږ ځوانان یا اوسني افسران له دندو ګوښه کړو او پر ځای یې نور ځوانان وګومارو، دا هم عادلانه نه ده.»
 
هغه زياته کړه، چې په هېواد کې هر کال لس زره بستونه خالي وي او د بېکارۍ کچه د دې په پرتله ډېره لږه ده.
 
داسلامي امارت داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت چارواكي وايي له دې وروسته به دغه ځوانان د انلاين سوداګرۍ په برخه كې په مسلکي توګه وروزل شي.
 
د ښاغلي رشید په خبره، درې میلیونه ډالر به په سمنګان، بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې د ځوانانو د مهارتونو د پراختیا په ۱۸ مرکزونو کې د آنلاین سوداګرۍ، کمپیوټر او انګلیسي ژبې د زده کړې په برخه کې ولګول شي.
 
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست دخپلو خبرو په دوام زياته کړه چې دځوانانو فکر بايد په هيواد پورې تړلى او دغه وطن ته ژمن وي .
 
هغه ځوانان د افغانستان د راتلونکي اتلان او واکمنان وبلل او وې ویل، چې د ساینس او ​​ټکنالوژۍ په زده کړو سره د هېواد په پرمختګ او د نظام په پیاوړتیا کې ونډه واخلي.
https://avapress.com/vdci5qarvt1ayq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته