دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۰۷
د مطلب کود : 276741
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مطبوعاتي دفتر مرستيال:

په تېرو دوو کلونو کې ۲۵ رسنیو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شوي دي

په تېرو دوو کلونو کې ۲۵ رسنیو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شوي دي
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنيو د خپرونو مرستیال وايي، په تېرو دوو کلونو کې ۲۵ نويو رسنيو ته د فعاليت اجازه ورکړل شوې او دا مهال په هېواد کې د دولتي او خصوصي رسنيو په ګډون ۳۶۴ غږيز او ويډيويي رسنۍ فعاليت کوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مطبوعاتی چارو مرستیال حیات الله مهاجر له باختر آژانس سره په خبرو کې وویل چې په تیرو دوو کلونو کې ۲۵ نویو رسنیو ته جوازونه ورکړل شوی دی. چې اوسمهال په هېواد کې د دولتي او خصوصي رسنیو په ګډون ۳۶۴ غږیزې او تصویري رسنۍ فعالې دي.
 
د نوموړي د څرګندونو له مخې، یوشمیر رسنۍ چې خپل فعالیت یې بند کړی، له بهر څخه سرچینه اخیستې او اسلامي امارت کومه رسنۍ نه ده تړلې.
 
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو مرستیال زیاته کړه: هر هغه رسنۍ چې د اسلامي ارزښتونو، ملي ګټو او د خلکو له کلتور سره سم فعالیت کوي د فعالیت اجازه به ورنه کړل شي او ملاتړ به یې وشي.
 
مهاجر د يوټيوب په اړه د قوانينو او مقرراتو رامنځته کيدو ته په اشارې سره وويل، چې په دې وروستيو کې زيات شمېر ځوانان د ټولنيزو شبکو دې برخې ته ځکه پاملرنه کوي، چې يوټيوب د عايداتو سرچينه ده، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دې لپاره کړنلاره ترتيب کړې ده.
 
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو مرستیال د رسنيو اقتصادي ستونزو ته په اشارې سره وويل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت هڅه کوي چې د برېښنا د پاتې پيسو او د رسنيو ماليات کم کړي.
 
هغه بيا خبريالانو ته د پيژند پاڼو د ويش په باب خبرې وکړې او ويې ويل: دغه بهير په کابل کې پيل شوى دى او په ولايتونو کې له رسنيو څخه غوښتل شوي دي چې په دې برخه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته مراجعه وکړي.
https://avapress.com/vdcc0eqis2bqmm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته