دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۴
د مطلب کود : 276977
په پنجشیر کې درې پرمختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
په پنجشیر کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د شاوخوا شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت د دریو پرمختیايي پروژو د پلي کیدو خبر ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: دغه پروژې چې دوه کیلومتره کلیوالي سړکونه، یو سرک پله او شپږ کیلومتره د اوبولګولو کانالونه په کې شامل دي، د پنجشېر ولایت په کساد ولسوالۍ کې د سې شنبې په ورځ د سنبلې په ۲۸ مه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
 
دغه پروژې د څه باندې پنځه میلیونه او ۷۰ زره افغانیو په ارزښت د بشري مرستو د همغږۍ د انسټیټیوټ (CHA) او یو شمېر نورو مرستندویه موسسو په مرسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
 
په ورته وخت کې د پنجشېر ولایت د قصبې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د نړیوالو مرستندویه موسسو له خوا د پراختیايي پروژو د پلي کېدو دوام غواړي.
 
کهسکه ولسوالي د پنجشېر ولايت يوه له لرې پرتو ولسواليو څخه ده، چې اوسېدونکي يې په دغه ولايت کې د پرمختيايي پروژو په نه پلي کېدو نيوکه کوي.
https://avapress.com/vdcd590x5yt05n6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته