دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۵۹
د مطلب کود : 276996
د لوګر والي و چینایی شرکت ته: د عینک د مسو کان دې استخراج ژر پیل کړی!
د لوګر والي مولوي ضیاءالرحمن مدني د MCC شرکت له مسوولینو سره په کتنه کې د دغه ولایت د عینک د مسو کان په ژر تر ژره استخراج ټینګار وکړ. خو د دغه شرکت چارواکي د لرغونو اثارو شتون د دغه کان د استخراج پر وړاندې خنډ ګڼي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: نن پنجشنبه د سنبلې ۳۰ مه د لوګر ولایت د رسنیو دفتر د مس عینک کان د MCC قراردادي شرکت له رئیس او مسؤلینو سره د لوګر والي مولوي ضیاءالرحمن مدني د لیدنې خبر ورکړ.
 
د MCC شرکت مسوولینو د عینک د مسو کان د عمومي وضعیت په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې د دغه کان د استخراج پر وړاندې اساسي ستونزه د لرغونو اثارو شتون او بل ځای ته د لېږد بهیر دی.
 
دوی زیاته کړه: موږ د عینک د مسو کان استخراج ته ژمن یو. دوی د لوګر له ولایتي ادارې وغوښتل، چې د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال، د کانونو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو په همغږۍ د مس عینک د کان د استخراج په برخه کې د شته ستونزو او ننګونو په حل کې له دغه شرکت سره همکاري وکړي.
 
په همدې حال کې مولوي ضیاالرحمن مدنی؛ د لوګر والي دوی ته وویل، خلک غواړي چې د عینک د مسو کان دې ژر تر ژره پیل شي.
 
ښاغلي مدني زیاته کړه، د لوګر خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د مس عینک کان په استخراج سره به د کار چاپیریال دواړه برابر او د خلکو ستونزې به هوارې شي.
 
د لوګر والي زياته کړه: افغانستان د کانونو له پلوه يو بډاى هېواد دى. خو په دې هېواد کې بې وزلي ژورې ريښې لري چې د کانونو په ښه استخراج او کارولو سره کولای شو په دې هېواد کې د بې وزلۍ او بېکارۍ کچه راټيټه کړو او خپلو خلکو ته د ښه ژوند زمينه برابره کړو.
 
مولوي ضیاءالرحمن مدني هم ټینګار وکړ چې د افغانستان خلک له کلونو کلونو راهیسې له چین سره دوستي لري او چین یوازینی هېواد دی چې له افغانستان سره ښې اړیکې لري او د افغانستان خلک د دغه هېواد بدې خاطرې نه لري.
 
په دې کتنه کې د لوګر والي د دغه چينايي شرکت مسوولينو ته هم ډاډ ورکړ چې د امنيت د تامين او د فرصتونو د برابرولو په برخه کې به له دوى سره همکاري وکړي.
 
د يادونې وړ ده، چې د لوګر د موسيقۍ کان په تېر سيسټم کې له چينايي شرکت MCC سره قرارداد شوى و، چې د يو لړ ستونزو له امله يې په عملي توګه کار نه دى پيل شوى.
 
په لوګر ولایت کې د عینک د مسو کان په نړۍ کې د مسو له سترو کانونو څخه دی، چې د استخراج چارې یې چینايي کمپنۍ MCC چین ته سپارل شوې دي.
https://avapress.com/vdceop8wpjh8foi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته