دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۰۵
د مطلب کود : 276998
ایران د اسلامي امارت د مخالفینو لپاره خوندي ځای نه دی/ تهران-کابل اړیکي پیاوړي کیږي
په کابل کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د سفارت مرستیال سید حسن مرتضوی د اسلامی امارت د ارشاد، حج او اوقافو له سرپرست مولوی نور محمد ثاقب سره په کتنه کښې د تهران او کابل ترمینځ د اړیکو په لا پراختیا باندې ټینګار وکړ. نوموړي وویل، چې دغه هېواد تل د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دی او د ایران "اسلامي امارت" د افغانستان د مخالفینو لپاره خوندي ځای نه دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مطبوعاتي دفتر نن (پنجشنبه د سنبلي ۳۰ مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست مولوي نورمحمد ثاقب په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت له مرستیال سید حسن مرتضوي سره وکتل.
 
مولوي ثاقب په دې کتنه کې وويل، ايران زموږ دوست او ګاونډي هېواد دى، چې د ديني مسايلو ترڅنګ په ډېرو برخو کې له يو بل سره نږدې او ګډې اړيکې لري او د دغو اړيکو د لا پراختيا او پياوړتيا اړتيا ده.
 
د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست زیاته کړه: له نېکه مرغه د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې ښه همغږي رامنځته شوې، تاسو او زه به د دغو اړیکو د لا پراختیا لپاره هڅې وکړو او هیله لرو چې په بېلابېلو برخو کې خپلې تجربې شریکې کړو.
 
هغه وويل، ټول اسلامي هېوادونه په ځانګړي ډول د سيمې هېوادونه او ګاونډيان په دې وخت کې يووالي او ورورولۍ ته ډېر اړتيا لري او ښه بېلګه يې د افغانستان او ايران ښې اړيکې دي.
 
له بلې خوا سيد حسن مرتضوي وويل، افغانستان او ايران دواړه اسلامي هېوادونه دي او ډېرې تاريخي اړيکې لري، نو پکار ده چې د دغو اړيکو د ټينګښت لپاره له يو بل سره لا زياتې همکارۍ وشي.
 
په کابل کې د ايران د اسلامي جمهوريت د سفارت مرستيال زياته کړه چې د ايران اسلامي جمهوريت تل د افغانانو تر څنګ ولاړ دى او ايران د افغانستان د مخالفينو لپاره خوندي ځاى نه دى.
 
باید وویل شي، چې ایران له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې نږدې او هراړخیزې همکارۍ لري او دغه هېواد د میلیونونو افغان کډوالو کوربه دی.
https://avapress.com/vdcgy39x7ak9uy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته