دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۲۳
د مطلب کود : 277292
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د یوټیوب چینلونو لپاره د جواز ورکولو لړۍ پیل کړه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مطبوعاتو مرستیال حیات الله مهاجر فراهي وايي، د یوټیوب چینلونو د فعالیت لپاره یې کړنلاره جوړه کړې او د دغه وزارت له خوا د دغو چینلونو د فعالیت لپاره د جوازونو د ثبت او وېش لړۍ هم پیل شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه وزارت د مطبوعاتی چارو مرستیال محقق فراهی نن سه شنبه د میزان په ۴ مه وویل چې د یوټیوب چینلونو د زیاتیدو له امله یې د اسلام او دین د سپکاوی د مخنیوی لپاره نوې اجنډا جوړه کړې ده.
 
هغه همدارنګه ټینګار وکړ: "د فعالیت د جواز لپاره غوښتونکي باید د ژورنالیزم له پوهنځي څخه فارغ وي او یا لږ تر لږه په دې برخه کې کاري تجربه ولري."
 
فراهي زیاتوي چې دوی غیر رسمي یوټیوب چینلونو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.
 
د یادولو وړ ده چې د سوداګرۍ د جواز د ترلاسه کولو لپاره غوښتونکی باید ۱۴ زره افغانۍ د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته ورکړي.
 
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو کلونو کې پر یوټیوب د افغانانو فعالیت په بې ساري ډول زیات شوی دی.
 
https://avapress.com/vdceof8wwjh8fwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته