دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۰۳
د مطلب کود : 277303
د پاکستان د کراچۍ ښار له زندان څخه د ۶۰ بندیانو د بېرته ستنېدو لړۍ پیل شوه
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، د پاکستان د کراچۍ ښار له زندانه ۶۰ افغان کډوال خوشي شوي او بېرته هېواد ته ستانه شوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت دغه خبر د چهارشنبې په ورځ «سنبله ۵» په خپله ټولنیزه پاڼه کې اعلان کړ.
 
دغه وزارت لیکلي، چې دغه شمېر افغان کډوال د پاکستان د کراچۍ ښار په یوه زندان کې وو او د مې په څلورمه له زندانه خوشې او هېواد ته راستانه شول.
 
د کندهار ولایت د سپین بولدک د سرحداتو ریاست د معلوماتو له مخې دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله په ۴ میاشتو بند محکوم شوي دي.
 
د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې دغه کسان د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې هیواد ته راستانه شوي او د مهاجرت نړیوال سازمان ته هم ور وپیژندل شول.
 
د يادونې وړ ده، چې اوس هم افغان کډوال د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د پاکستان د ښارونو په زندانونو کې بنديان دي.
 
https://avapress.com/vdchvqnix23nqxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته