دخپریدو نیټه :شنبه ۸ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۰۴
د مطلب کود : 277427
يوولس افغان ورزشکاران په چين کې اسيايي سياليو ته واستول شول
د اسلامي امارت د بدني روزنې امر اعلان کړی، چې یوولس نور افغان ورزشکاران په اسیایي لوبو کې د ګډون په موخه چین ته تللي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان یوولس تنه ورزشکاران په اسیایی لوبو کې د ګډون په موخه چین ته ولاړل.
 
د افغانستان د بدني روزنې او سپورت ریاست نن (شنبه د میزان ۸ مه) اعلان وکړ چې په درېیو څانګو کې ۱۱ نور افغان ورزشکاران د هانګزو په اسیايي لوبو کې د ګډون لپاره چین ته ولاړل.
 
دا ورزشکاران په غیږ نیونې، جوجیتسو او کراټې کې سیالي کوي.
 
تر دې مخکې محسن رضايي په تکواندو کې د برونزو مډال ګټلی و، چې د چین په اسیايي لوبو کې د افغانستان لومړی مډال و.
 
https://avapress.com/vdcewf8wfjh8fei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته