دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۰۲
د مطلب کود : 277604
چينايي سيلانيان د کندهار د تاريخي ځايونو ليدنه کوي
د کندهار ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، چې يو شمېر چينايي سيلانيان کندهار ته د تاريخي او لرغونو ځايونو د ليدو په موخه تللي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: دغه سیاحان وايي چې له ډیرې مودې راهیسې هوډ لري چې افغانستان ته راشي او زیاتوي چې هیواد یې له هغه څه نه ډیر پرمختګ کړی چې په اړه یې اوریدلي دي.
 
چینايي ګرځندوی جانګ یوین وویل: "موږ مخکې پریکړه کړې وه چې افغانستان ته راشو خو زمینه ورته برابره نه شوه، اوس چې راغلي یو، په دغه هېواد کې ډېر پرمختګونه وینو او هیله لرو چې افغانستان نور هم پرمختګ وکړي. "
 
يو چينايي ګرځندوی لي مينګ وويل: زه به له خپلې کورنۍ سره يو ځل بيا افغانستان ته راشم، افغانستان به بيا پرمختګ وکړي ځکه چې د يو کمربند او يوې لارې پروژې غړیتوب لري.
 
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست وايي، په تېرو شپږو مياشتو کې شاوخوا ٢٥٠ بهرنيو سيلانيانو دغه ولايت ته سفر کړى دى.
https://avapress.com/vdcbgzb5arhbz0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته