دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۱۲
د مطلب کود : 277606
۱۱ بهرنیو سیلانیانو د هلمند ولایت له لرغونو سیمو څخه لیدنه وکړه
د هلمند ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست سيمه ييز چارواکي وايي، چې د پنځو ښځو په ګډون ١١ بهرنيو سيلانيانو د دغه ولايت له لرغونو اثارو ليدنه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په خپله ایکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې دغه سیلانیان له جرمني، امریکا، نیوزیلینډ او سویلي افریقا څخه افغانستان ته راغلي دي.
 
دغه رياست زياته کړه: دغو سيلانيانو په افغانستان کې د امنيت د ټينګښت له امله له تاريخي سيمو څخه ليدنه کړې ده.
 
د سیاستوالو په وینا؛ اوس افغانستان ته د ګرځندویانو لپاره تر ټولو ښه وخت دی. ځکه په دې هیواد کې سوله او امنیت ټینګ شوی دی.
 
د سویلي افریقا یوه ګرځندوی ګینس ګلیس وویل، افغانستان د کانونو له پلوه بډایه هیواد دی، چې اوس مهال د اقتصاد او امنیت له پلوه خلکو ته د کار زمینه برابروي. له همدې امله افغانانو ته لازمه ده چې له همدې خوندي امنیت څخه په استفادې د خپلو خلکو او خاورې لپاره کار وکړي ترڅو د نورو هېوادونو له اړتیاوو څخه ځان وژغوري.
 
دغه راز يو امريکايي ګرځندوى اندري هم وويل، چې د ده لپاره د هلمند په ځانګړې توګه د بست کلا او د دغه ولايت نورو تاريخي ځايونو څخه ليدنه د خوښۍ وړ وه.
 
د اندري په وینا، "زه په ۱۹۷۹ کې افغانستان ته راغلم، هغه وخت دومره ډاډه نه وم لکه نن چې یم، دا زما لپاره تر ټولو ښه خاطره ده."
 
ښاغلي اندري زیاته کړه چې د افغانستان د جنوبي ولایتونو له تاریخي سیمو څخه لیدنه د ده لپاره ډېره په زړه پورې وه او د ده په وینا له نږدې څلوېښتو کلونو راهیسې د دې لیدنې په تمه وو.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په ټول هېواد کې د امنيت د ټينګښت ترڅنګ ګڼ شمېر سيلانيانو افغانستان ته سفرونه کړي دي.
https://avapress.com/vdcdz50x9yt0596.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته