دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۵
د مطلب کود : 277610
د افغانستان خلک له موږ سره نه ماتیدونکې اوږده کلتوري اړیکه لري/ د رسنیو خپرونې د حقایقو خلاف دي
د ایران د اسلامي جمهوریت د حکومت ویاند علي بهادري جهرمی د شهید بهشتي پوهنتون د محصلینو د پوښتنو او ځوابونو په غونډه کښې د افغان کډوالو په وړاندې د پارونې په هکله وویل؛ د افغانستان خلک له موږ سره اوږدمهاله ژبني، کلتوري، جغرافیوي او حتی قومي تړاو لري او د افغانستان د سختو حالاتو له امله کډوالۍ ته اړ شوي دي. هغه همدا راز زیاته کړه چې په دې وروستیو کې د کډوالو په وړاندې د رسنیو خپرونې د حقایقو خلاف دی او ځینې وختونه له پنځو څخه تر لسو کلونو مخکې انځورونه بیا خپریږي او یا هغه انځورونه چې کیدای شي د ایران لپاره نه وي.
افغان غږ خبری آژانس - د ایران د حکومت ویاند وویل چې د دغه هیواد حکومت د غیر قانونی کډوالي خلاف دی او د غیر قانونی کډوالو د داخلیدو د مخنیوی لپاره څارنه کوی.
 
هغه په ​​دغه هیواد کښې د اتباعو د تنظیم لپاره د کډوالي د ملی ادارې رامینځته کیدو ته هم اشاره وکړه او زیاته یې کړه: مونږ د مهاجرت ملی قانون ته چې پارلمان ته د تصویب لپاره استول شوی وو، انتظار یو، خو د اوس لپاره د مهاجرت ملی اداره په دننه کښې جوړه شوې ده. د هغو اتباعو لپاره چې په قانوني توګه په هیواد کې دي د موجوده قوانینو چوکاټ تنظیم شوی.
 
بهادري جهرمي زیاته کړه: په دې وروستیو کې د بهرنیو اتباعو په اړه یوه رسنیزه فضا رامنځ ته شوې ده او ځینې وختونه له پنځو څخه تر لسو کلونو مخکې انځورونه بیا خپریږي او یا هم هغه انځورونه چې د ایران لپاره نه وي، خپریږي.
 
هغه څرګنده کړه: هغوی په دې لټه کښې دی چې د ایران او افغانستان د دوو ملتونو ترمېنځ کړکېچ رامنځته کړی.
 
د ایران د حکومت ویاند وویل: "باید د ملي شخصیتونو او صلاحیتونو څخه کار واخیستل شي." ډیری افغان کډوال د ټیکنالوژۍ او مسلک خاوندان دي.
 
نوموړي دغه راز يادونه وکړه، چې ډېرى افغانان د دوى د خوښې او د خپل هېواد له شرايطو سره سم ايران او نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.
 
د دغه ایراني چارواکي څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راځي چې په دې وروستیو کې یو شمېر رسنیو د ایران په اسلامي جمهوریت کې د مېشتو کډوالو پر ضد فضا ګرمه کړې ده.
https://avapress.com/vdcizyarut1ayq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته