دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۱۸
د مطلب کود : 277918
په مصر کې څو صهیونیسټان ووژل شول
خبری سرچینو په مصر کښې د ډزو د عملیاتو او په دغه هیواد کښې د څو صهیونیسټو سیاستوالو د وژل کیدو خبر ورکړی دی چې ځینو یې د اوو(۷) کسانو د وژل کیدو او ځیني د شپږو نورو د وژل کیدو او ۸ نورو د ژوبل کیدو خبر ورکړی دی .
افغان غږ خبری آژانس: د الجزیرې د خبر له مخې، د مصر یوې امنیتي سرچینې اعلان کړی چې د پولیسو یوه ځواک دوه صهیونیسټي سیلانیان له خپلو شخصي وسلو څخه په استفادې ډزې کړي او وژلي دي.
 
د صهیونیسټ رژیم د څوارلسم چینل خبریال هم اعلان وکړ چې د صهیونیسټو سیلانیانو یو بس د مصر په اسکندریه کښې وویشتل شو.
 
صهیونیسټي رسنیو هم په دغو ډزو کښې شپږ صهیونیسټان وژل شوي دي.
 
دصهیونیسټ رژیم دبهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې دغه موضوع څیړی او څیړی .
 
د رسنیو د راپورونو له مخې، د دې ډزو عامل (د مصر د پولیسو غړی) نیول شوی او پر وړاندې یې قانوني اقدامات روان دي.
 
https://avapress.com/vdcjvae8ouqeahz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته