دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۴۰
د مطلب کود : 278117
د پنجشیر زمرد د دریم ځل لپاره د داوطلبۍ له لارې وپلورل شو
د پنجشیر ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دریم ځل لپاره یې له ۳۹۳۰ کیراټ څخه زیات د پنجشېر زمرد په ۱۶۵۳۰۰ ډالره د داوطلبۍ له لارې پلورلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پنجشیر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اکس په ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې د زمردو دغه اندازه د یوه افغان سوداګر او یوه چینایي سوداګر له خوا پیرودل شوې ده.
 
دغه قیمتي ډبرې په تیرو دوو اونیو کې د پنجشېر د زمردو له اتو کانونو څخه ایستل شوي دي.
 
تر دې مخکې د کانونو او پټرولیم وزارت د پنجشیر له کانونو څخه استخراج شوي زمرد دوه ځلې د داوطلبۍ له لارې پلورلي وو.
 
د یادولو وړ ده چې اسلامي امارت د پنجشیر ولایت په لومړۍ ناحیه کې د زمرد د استخراج چارې د اسد په میاشت کې پیل کړې وې او هغه مهال د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی و چې ۲۰۰ د زمرد کان کیندونکو ته یې د کار جوازونه ورکړي دي.
 
د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت د شمېرو له مخې په پنجشیر کې د زمرد ۷۵۰ کانونه ثبت دي چې ۵۰۰ یې فعال دي.
 
https://avapress.com/vdcb8wb5zrhbz8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته