دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۳
د مطلب کود : 278229
د جبل السراج فابریکې د سمنټو د تولید پروژې قرارداد له دریو قطري شرکتونو سره لاسلیک شو
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې دغه وزارت د جبل السراج د سمنټو د تولید پروژه له دریو قطري کمپنیو سره لاسلیک کړې ده، چې نومونه یې «عوفی بهرام، الفلاح العالمی و مجموعه المهام الدولی» دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور نن پنجشنبه د میزان ۲۰ مه وویل چې دغه پروژه د ۳۰ کلونو لپاره ټاکل شوې ده.
 
د هغه په ​​وينا، په دې پروژه کې به څه باندې ٢٢٠ ميليونه ډالره پانګونه وشي.
 
د کانونو وزیر زیاته کړه، چې له دې قرارداد سره به د جبل السراج سمنټو فابریکه په کال کې یو نیم میلیون ټنه سمنټو تولید کړي.
 
دلاوري ټينګار وکړ چې ددغې فابريکې په بيا پيل سره به پنځه زره ټنو ته دکار زمينه برابره شي.
 
د جبل السراج د سمنټو د تولید فابریکه په ۱۳۳۷ کال کې په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۰۰ ټنو سمنټو د تولید په ظرفیت جوړه شوه او تر ۱۳۷۵ کال پورې یې اغېزمن اقتصادي او تولیدي فعالیت درلود، خو د کورنیو جګړو پر مهال یې فعالیت ودرول شو.
 
د ۱۳۹۹ هجري لمریز کال په پای کې، د بیارغونې او د اړینو وسایلو په سمبالولو سره، د تولید ظرفیت هره ورځ له ۲۰ ټنو څخه ۷۰ ټنو ته لوړ شو، مګر د نامعلومو دلایلو له امله یې فعالیت د څه مودې لپاره ودرول شو.
 
https://avapress.com/vdcf0cd01w6de0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته