دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۴۲
د مطلب کود : 278330
په جوماتونو کې چاودني د ترهګرو لپاره بریا نه ده/ دا د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د خلکو هوډ پیاوړی کوي
د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کښې د امام زمان(عج) په جومات د ترهګریز برید په غبرګون کښې چې په نتیجه کښې یې په لسګونو لمونځ کوونکي شهیدان او ژوبل شول د تبیان د کلتوري او ټولنیزو فعالیتونو د مرکز مشر ټینګار وکړ: دغه رقم چاودني نه یوازې دا چې د ترهګرو لپاره د بریا نه ده، بلکې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د خلکو هوډ نور هم زیاتوي.
افغان غږ خبری آژانس - تهران: د بغلان ولایت په مرکز پلخمری کې د امام زمان(عج) پر جومات د تروریستی چاودنې په اړه د حجت الاسلام والمسلمین سید عیسی حسینی مزاری د وینا بشپړ متن په لاندې ډول ده:
بسم الله الرحمن الرحیم
په افغانستان کې ترهګري خپله وروستۍ ساه اخلي او که څه هم هڅه کوي چې په خپل لږ ځواک کې له پراخو عواقبو سره جنایتونه ترسره کړي، خو د هغو ځایونو او مرکزونو له ویجاړولو پرته بله لار نه لري چې تر ټولو کم امنیتي اسانتیاوې لري او له بله پلوه د دې ناپاکو عناصرو له کلونو راهیسې د خپلو ګټو لپاره له دې پلیټ فارم څخه کار اخلي، په دې نه پوهېږي چې د جوماتونو، تعلیمي او فرهنګي مرکزونو سوځول د دوی لپاره بریا نه ده بلکې د وینو په تویولو سره د خلکو کرکه زیاته کړي او تر بل هر وخت د خلکو هوډ د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره پیاوړي کړي.
لکه ځنګه چې د نوي حکومت د راتلو څخه دوه کاله تیریږي، د همدي مودي په ترڅ کې  د هغو عواملو په وړاندې چې د هیواد ناامنه کولو کې بوخت دي او د تروریستي خوځښتونو په ځانګړې توګه د داعش د بدنامې ډلې په وړاندې د خپلو امنیتي بنسټونو څخه په دقت او جديت عمل کړي دي او تروريستي بريدونو کمه شوې ده او معلومه ده چې په بغلان کې د جمعې د ورځې د امام زمان (عج) په جومات کې چاودنه د امريکا، صهيونيسټ رژيم او د هغوي د نورو لويديځو هيوادونو له خوا روزل شوي اجيرانو کار دي.
په هر حال، لومړی په خپل وار او بیا د تبیان د کلتوري او ټولنیزو فعالیتونو د مرکز په استازیتوب د شهیدانو کورنیو، د دغه ولایت خلکو او د افغانستان ټولو خلکو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوم او ټپیانو ته د لوی خدای (ج) له درباره د عاجلې روغتیا هیله کوم.
همدارنګه د هېواد له امنیتي ارګانونو غواړم چې د دې چاودنې عاملین ژر تر ژره ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
سید عیسی حسینی مزاری
د ۱۴۰۲ لمریز کال د میزان ۲۲مه
دا په داسي حال کې ده چې د داعش ترهګرې ډلې د بغلان ولایت د مرکز پلخمری ښار په کښې د امام زمان(ع) په جومات کښې د چاودنې مسئولیت په غاړه اخیستی ده چې له امله یې څه دپاسه ۳۰ تنه شهیدان او ټپیان شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcipvarut1ayp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته