دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۴
د مطلب کود : 278334
افغانستان د لمونځ کولو له پلوه په نړۍ کې لومړی مقام لري
د امریکا په متحده ایالاتو کې د پیو څیړنیز مرکز راپور ورکړی چې افغانستان د لمونځ کولو له پلوه په نړۍ کې لومړی او نایجریا په دې درجه بندۍ کې دوهم ځای لري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د امریکا متحده ایالاتو د پیو څیړنیز مرکز د راپور له مخې، افغانستان د لمونځ کولو له پلوه په نړۍ کې لومړی او نایجیریا په دې درجه بندۍ کې دوهم ځای لري. په افغانستان کې د لمونځ کوونکو کچه ۹۶ سلنه او په نایجریا کې ۹۵ سلنه ده.
 
د پیو ریسرچ سنټر یو بې طرفه امریکایی فکري مرکز دی چې په واشنګټن ډی سي کې میشته ده. دا د ټولنیزو مسلو، عامه افکارو، او د ډیموګرافیک رجحاناتو په اړه معلومات وړاندې کوي چې په لویه کچه متحده ایالاتو او نړۍ ته شکل ورکوي.
د نړۍ د تر ټولو زیات عبادت کوونکو هیوادونو نوملړ:
۱. افغانستان ۹۶٪
۲. نایجریا: ۹۵٪
۳. الجزایر: ۸۸٪
۴. سینیگال: ۸۸٪
۵. جیپوتی: ۸۷٪
۶. ایران: ۸۷٪
۷. عراق: ۸۷٪
۸. نایجر: ۸۷٪
۹. اندونیزیا: ۸۴٪
چین د ۱٪ سره د ترټولو لږ لمونځ کونکي هیواد په توګه د لیست په پای کې دی.
 
https://avapress.com/vdcc14qi02bqm18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته