دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۷ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۴۱
د مطلب کود : 278765
د حماس او صهیونیسټ رژیم ترمینځ جګړه باید ژر تر ژره ودرول شی
د چین ولسمشر د اسراییلو او حماس ترمنځ د جګړې د ژر تر ژره پای ته رسولو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې بیجینګ د دې شخړې د پایداره حل موندلو لپاره د عربي حکومتونو سره همکارۍ ته چمتو دی.
افغان غږ خبری آژانس: د چین ولسمشر شي جین پینګ د حماس او صهیونیسټ رژيم تر منځ د جګړې د ژر پای ته رسولو غوښتنه وکړه او ویې ویل، بیجینګ چمتو دی چې له عربي حکومتونو سره د دې شخړې د پایدارې حل لارې په لټه کې شي.
 
د چین دولتي رسنیو راپور ورکړی چې شي جين پينګ دا څرګندونې د مصر له لومړي وزیر مصطفی مدبولي سره تر لیدنې وروسته وکړې.
 
دغو رسنیو د شي جين پينګ له قوله ویلي چې ژر تر ژره اوربند "ضروري" دی چې د جګړې د پراخېدو یا له کنټروله بهر شي.
 
د چین د دولتي رسنیو په وینا، شي مادبولي ته وویل چې چین غزې ته د بشري مرستو د لیږلو لپاره د مصر د هڅو ملاتړ کوي.
 
دا څرګندونې د حماس او اسراییلو ترمنځ د وروستۍ شخړې په اړه د چین د ولسمشر لومړنۍ خبرې دي.
 
  مصر او متحده ایالاتو پرون (چهارشنبه، میزان ۲۶) موافقه وکړه چې د سینا د ټاپو وزمې له لارې "په دوامداره توګه" غزې تړانګې ته بشري مرستې ورسوي.
 
https://avapress.com/vdcaianum49n001.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته