دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۰۳
د مطلب کود : 278855
دوه تنه غله په هلمند کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول
د هلمند ولایت امنیه قومانداني وايي، په دغه ولایت کې له امنیتي ځواکونو سره د نښتې له امله دوه تنه غله وژل شوي او دوه نور نیول شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هلمند د شمالي ولسوالیو د امنیت امر عبدالسلام وايي چې په دغه ولایت کې له امنیتي ځواکونو سره د نښتې له امله دوه تنه غله وژل شوي او دوه نور نیول شوي دي.
 
دده د څرګندونو له مخې: دغه پيښه تيره شپه ٢:٣٠ بجې د باباجي زمان ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه وخت رامنځته شوه کله چې د غلو يوې ډلې د غلا په موخه يو کور ته د ننوتو هڅه وکړه چې امنيتي ځواکونو يې د نيولو هڅه وکړه.
 
د هغه په ​​وينا، غلو له امنيتي ځواکونو سره نښته کړې، چې په پايله کې يې دوه تنه وژل شوي او دوه نور ژوندي نيول شوي دي.
 
هغه زياته کړه، چې يو بل غل هم له سيمې تښتېدلی او د نيولو هڅې روانې دي.
 
د هلمند امنيه قوماندان وايي، په ياده شوې ډله کې مشهور غله هم شامل دي، چې په سړي تښتونو کې يې لاس درلود.
 
https://avapress.com/vdcamanum49n0a1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته