دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۰
د مطلب کود : 279120
د پنجشير يو شمېر زمرد د ليلام له لارې وپلورل شول
د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان وکړ چې د پنجشیر ولایت څخه ۳۳۴۲.۹۵ قراط زمرد په ۸۲۷۲۰۰ امریکايي ډالرو د لیلام له لارې پلورل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر په اکس پاڼه کې یوه خبرتیا خپره کړې، چې پکې لیکل شوي، چې دغه زمرد د «لیلام» له لارې پلورل شوی.
 
دغه وزارت وايي، له پنجشېر څخه استخراج شوي زمرد د يو ميليون ۴۳۴ زره ۹۰۰ ډالرو په ارزښت په څلورو ليلامونو پلورلي دي.
 
https://avapress.com/vdcgxy9xzak9uq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته