دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۲
د مطلب کود : 279127
څه دپاسه ١٨٠ ميليونه افغانۍ زاړه بانکنوټونه وسوځول شول
د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې د دغه بانک د ۳۹ او ۴۲ مادې له مخې د مرکزي بانک اداري پلاوي ۱۸۰ میلیونه او ۴۰۱ زره افغانۍ د زاړه بانکنوټونه سوځولي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د مرکزي بانک مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه بانک د ۳۹ او ۴۲ مادو له مخې د دغه بانک اداري پلاوي د عقرب په لومړۍ او دوهمه ۱۸۰ میلیونه او ۴۰۱ زره افغانۍ زاړه بانکنوټونه سوځولي دي.
 
په سوځول شویو بانکنوټونو کې ۱۰۰۰، ۵۰۰، ۱۰۰، ۵۰، ۲۰، ۱۰، ۵، ۲ او ۱ افغانۍ شاملې وې او د کندهار د مرکزي بانک په جنوب لوېدیځ زون کې وسوځول شوې.
 
د افغانستان د مرکزي بانک لومړي مرستیال نوراحمد آغا د زاړه بانکنوټونو د سوځولو پر مهال وویل چې د افغاني بانکنوټونو ساتنې ته پاملرنه د هر هېوادوال ملي مسوولیت دی.
 
هغه وويل، چې د افغانيو بانکنوټونو د پېرېدو لامل دا دى، چې خلک بانکي کارتونه نه کاروي، په غوړو لاسونو پيسې حسابوي او د بانکونو پر ځاى په کورونو کې پيسې ساتي.
 
د مرکزي بانک مرستیال له خلکو وغوښتل چې په خپلو ورځنيو راکړو ورکړو کې د پیسو ساتنې ته ډېره پاملرنه وکړي، څو د ضایع کېدو مخه ونیول شي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په بازارونو کې نوي بانکنوټونه نشته او ډېری بانکنوټونه زاړه او زړې دي.
 
https://avapress.com/vdcdxn0x5yt05f6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته