دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۵۳
د مطلب کود : 279457
په بلخ ولايت کې د وسلو د ډيپوګانو د نيولو لړۍ دوام لري
د بلخ ولايت د امنيې قوماندانۍ مسوولين وايي: د پوليسو له تروريزم سره د مبارزې په مديريت کې د پوليسو ځواکونو د بلخ ولايت په دريو ولسواليو کې څه دپاسه دېرش ميله وسلې کشف او ترلاسه کړي دي او دغه بهير به دوام ولري .
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بلخ د امنیې قوماندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې مدیر ملا عطاء محمد بلال په دغه ولایت کې د څه باندې ۳۰ میله کلاشینکوفونو د نیولو په اړه خبریالانو ته وویل: د پولیسو ځواکونه توانیدلي چې په دې ولایت کې د وسله والو مخالفینو د ځپلو په موخه عملیات ترسره کړي او د تروريزم پرخلاف د جګړې په بهير کې په ٥٠ ورځو کې د بلخ ولايت په دريو ولسواليو کې څه دپاسه ٣٠ ميله وسلې کشف او ترلاسه شوې او دغه بهير به دوام ولري .
 
هغه زياته کړه: د وسلو د نيولو په تړاو څوک نه دي نيول شوي او دغه وسلې په ډيپوګانو کې پټې شوې وې او موږ هيچا ته اجازه نه ورکوو چې ناقانونه وسلې ولري او که زموږ هېوادوال وسلې ته اړتيا ولري، په قانوني ډول يې تر لاسه کولى شي او دوی باید د وسلو د وړلو او ساتلو جواز ترلاسه کړي.
 
ملا بلال وويل، د بلخ پوليس په دوامداره توګه د ناقانونه وسلو د راټولولو هڅې کوي او دا کار د هېوادوالو د امنيت او ټولنيز نظم په تامين کې اړينه او ګټوره ده.
 
ده دغه راز وويل: د پوليسو ځواکونو د خپلو شپږو مياشتو په بهير کې په بلخ ولايت کې څه دپاسه دوه سوه ميله بېلابېل ډوله وسلې کشف او ترلاسه کړي دي او په دې برخه کې کلک هوډ لرو .
 
د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد آصف وزیري هم په دې اړه وویل:«زموږ ګرانو هېوادوالو عامو خلکو ته خبر ورکوم چې غیرقانوني او دولتي وسلې دې له جرمي پایلو پرته امنیه قومندانۍ ته وسپاري، که نه نو د پولیسو کشفي ځواکونه به د قانون منګولو ته وسپاري.
 
د يادونې وړ ده، چې د بلخ ولايت د پوليسو له خوا د وسلو ډېرى ډيپوګانې په غرنيو سيمو او دښتو په لمنو کې کشف شوې او ويل کېږي، چې دغه وسلې د سياسي او ګوندي مشرانو اړوند دي.
 
https://avapress.com/vdcjihe8auqeaxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته