دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۴۵
د مطلب کود : 279550
ملا برادر د سالنګ لویې لارې د بیارغونې له بهیر څخه لیدنه وکړه
د رئیس الورزا اقتصادي مرستیال مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ملا عبدالغني برادر د سالنګ د لویې لارې د بیارغونې له بهیر څخه د لیدنې پر مهال په ټاکل شوي وخت د دغې پروژې د کار پر چټکتیا ټینګار وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بهرنیو چارو وزارت اقتصادی معین ملا عبدالغنی برادر اخند د ټولګټو وزارت له سرپرست وزیر سره یوځای د عقرب په ۸ مه د سالنګ د لویې لارې د بیارغونې له چارو څخه لیدنه وکړه.
 
د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستيال له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: ملا برادر اخند د سالنګ لويې لارې د قراردادي شرکتونو له مسوولينو سره د ليدنې پر مهال د هغوى د کارونو د ستاينې تر څنګ، د بيارغونې د کارونو پر چټکتيا ټينګار وکړ.
 
په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د الوزارت اقتصادي مرستيال د سالنګونو د لويې لارې د پاتې چارو د چټکتيا، د ښه کيفيت او پر خپل وخت د بشپړېدو په موخه مسوولينو ته لازمې لارښوونې وکړې.
 
د سالنګ لویه لار د هېواد په شمال کې یوه مهمه سوداګریزه- ترانزیتي لویه لار ده او اوس مهال د دغې لویې لارې د ۸۰ کیلومتره ترمیم او بیارغونې قرارداد له دوو ساختماني او سړک جوړونکو شرکتونو سره شوی دی.
 
د مسوولینو په وینا، د تونل او ګالری د داخلي برخې کار ۸۰ سلنه بشپړ شوی او ډېر ژر به د دغه لوی سړک د بیارغونې چارې بشپړې شي.
 
https://avapress.com/vdcdkn0xzyt05k6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته