دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۲۱
د مطلب کود : 279872
ملا برادر په تهران کې د ایران د ملي امنیت د عالي شورا له دبیر سره په کتنه کې:

افغانستان به خپلو ګاونډیانو ته ګواښ نه وي

افغانستان به خپلو ګاونډیانو ته ګواښ نه وي
په تهران کې د ایران د ملي امنیت د عالي شورا دبیر ډاکټر احمدیان د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په کتنه کی له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټینګار وکړ او د سرحدونو امنیت ته په اشارې سره یې ډاډ ورکړ چې افغانستان به د ترهګرو په ځپلو کې جدی دی او خپلو ګاونډیانو ته ډاډ ورکوي چي د افغانستان د خاوری څخه به هیڅ ګواښ رامنځته نه شی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د لومړی وزیر اقتصادی مرستیال ملا عبدالغنی برادر په تهران کې د ایران د ملی امنیت د عالي شورا له دبیر علی اکبر احمدیان سره وکتل.
 
د ملا برادر دفتر د دوشنبې په ورځ (د عقرب په ۱۵مه) په خپل اکس پاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو پر سیاسي او اقتصادي اړیکو سربېره د سرحدي همغږۍ، د اوبو پر مدیریت، ټرانزیټ او سوداګریزو مسایلو هم خبرې وکړې.
 
په دې کتنه کې ملا برادر له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې افغانستان به د سرحدونو امنیت ته په اشارې سره، د خپلو ګاونډیانو لپاره ګواښ نه وي.
 
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې ښاغلي احمدیان له ملا برادر سره وکتل او د سیمې او غزې په وروستیو پرمختګونو یې خبرې وکړې او د فلسطین او غزې له مقاومت سره یې د افغان حکومت د ملاتړ ستاینه وکړه.
https://avapress.com/vdca0onuu49n0a1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته