دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۵۳
د مطلب کود : 280010
د ډیورنډ فرضي کرښې په اړه پریکړه د دې کرښې دواړو غاړو د خلکو کار دی
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ویلي، چې د فرضي ډیورنډ کرښې په اړه پرېکړه د دې کرښې دواړو غاړو ته د خلکو کار دی او سرپرست حکومت په دې اړه پرېکړه نه شي کولای.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي، چې د فرضي ډیورنډ کرښې په اړه پرېکړه د دې کرښې د دواړو غاړو د خلکو کار دی.
 
ښاغلي متقي يادونه وکړه: «د ډيورنډ د کرښې مسله ډېره اوږده او ډېره جدي موضوع ده. په دې برخه کې باید د خلکو رایه واخیستل شي او یوازې حکومت نه شي کولای چې پرېکړه وکړي او نه یې مني.»
 
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست هم تحریک طالبان پاکستان د پاکستان داخلي مسله وبلله او ټینګار یې وکړ چې دا مسله له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري او پاکستان ډېر پیاوړی پوځ او استخبارات لري، باید مخه یې ونیول شي.
 
د اسلامي امارت دغه چارواکي یو ځل بیا ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت به هیچا ته اجازه ورنکړي، چې د افغانستان له خاورې څخه د نورو هیوادونو پر ضد کار واخلي.
 
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست هم ویلي، چې د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د پاکستان پرېکړه یو اړخیزه ده، که څه هم دوی د دغه هېواد له ملکي او نظامي چارواکو سره خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني چارواکو په وار وار په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د شتون ادعاوې کړې او ویلي یې دي چې تحریک طالبان پاکستان د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کاروي. هغه مسله چې د اسلامي امارت لخوا تل بې بنسټه بلل شوې ده.
https://avapress.com/vdcgqz9xzak97z4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته