دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۳۲
د مطلب کود : 280015
د هېواد په ختيځ کې د داعش درې تنه جګپوړي غړي ووژل شول
خبری سرچینو اعلان کړی چې د کنړ ولایت په «سوکی» ولسوالۍ کې د امنیتی ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې د دغې ترهګرې ډلې د نوی مشر په ګډون د داعش درې لوړپوړی غړی په نرنګ ولسوالۍ کې وژل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د سرچینو په حواله دغه عملیات د توت تنګي په سیمه کې په یوه پټنځای ترسره شوي، چې په ترڅ کې یې د نرنګ ولسوالۍ لپاره د داعش د نوي مشر اسامه په نوم د عبدالحلیم سربیره دوه نور غړي وژل شوي دي. د "محمد ګول" او "فدا" په نوم د داعش ډلې هم پټ شوي وو او درې واړه په دې عملیاتو کې ووژل شول.
 
سرچينې زياته کړې، چې محمد ګل په سيمه کې د داعش ډلې مشر و او په "کوتر" مشهور "قاري فتح" ته له نږدې کسانو څخه و، چې په خراسان کې د داعش د امنيتي چارو مسوول و.
 
د یادولو وړ ده چې داعش ترهګرې ډلې په څه کم لسو ورځو کې د کابل په لویدیځ کې دوه خونړي بریدونه کړي چې لسګونه تنه پکې مړه او ټپیان شوي دي.
https://avapress.com/vdcb8gb5srhbwgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته