دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۱۱
د مطلب کود : 280666
په غزه کښې د «الشفا» روغتون د صهیونیسټی رژیم په پوځی اډې بدل شوی
د فلسطین د روغتیا وزارت وايي، صهیونیسټي رژیم د غزې د الشفا روغتون د ناروغانو او ډاکټرانو له جبري ایستلو وروسته په پوځي اډه بدل کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین د روغتیا وزارت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې صهیونیسټي رژیم د الشفا روغتون په یوه پوځي اډه بدل کړی او ناروغان او ډاکټران یې په زوره ایستلي دي.
 
د فلسطین د روغتیا وزارت د راپور له مخې د غزې په تړانګه کښې د ۲۶ روغتونونو فعالیت په بشپړه توګه بند شوی دی.
 
د پورتني راپور له مخې د صهیونیسټي رژیم نیواکګرو ځواکونو په غزه کښې د «الممدني» او «اندونیزیا» روغتونونه په بشپړه توګه محاصره کړي دي.
 
په دغه راپور کښې ټینګار شوی دی چې په غزې د صهیونیسټ رژیم د تیری له پیل راهسې تراوسه ۱۹۸ ډاکټران شهیدان شوی دی .
 
د فلسطین د روغتیا وزارت پرون ماښام اعلان وکړ چې په غزې باندې د صهیونیسټ رژیم د تیریو له پیل راهسې په غزه کښې د شهیدانو شمیر ۱۲۳۰۰ ته رسیدلی او د زخمیانو شمیر ۳۲۳۰۰ ته رسیدلی دی.
https://avapress.com/vdcd9z0x9yt0j96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته