دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۹
د مطلب کود : 280713
د یمن انصارالله د «اسرائیلي» کښتۍ کنټرول په لاس کې اخیستی دی
ځینو خبري سرچینو په سور سمندرګي کې د اسراییلي بېړۍ "ګیلیکسي لیډر" د ورکیدو خبر ورکړی دی. ویل شوي دي چې د یمن انصار الله د ۲۲ مسافرو سره د دغه صهیونیسټي بېړۍ کنټرول په لاس کښې اخیستی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د اسنا خبری آژانس راپورورکړی، په عین حال کې د یمن رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هیواد د وسله والو ځواکونو ویاند یوه مهمه وینا کوی.
 
دا په داسې حال کښې دی چې د یمن پوځ مخکې اعلان کړی وو چې هر ډول صهیونیسټی بېړۍ به زمونږ مشروع هدف وی.
 
د یمن د پوځ ویاند ویلي چې له دې وروسته به په سور سمندرګي کې ټولې اسرائیلي کښتۍ په نښه کړي.
https://avapress.com/vdcgqz9xwak97u4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته