دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۱۰
د مطلب کود : 280809
د کرنې وزارت دوو کورنیو شرکتونو ته د ۷۰ میلیونه افغانیو د ورکړې منظوري ورکړه
د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، دغه وزارت د خصوصي سکتور د ملاتړ او ودې په موخه د کرنې د پراختیا صندوق له لارې دوو کورنیو شرکتونو ته د ۷۰ میلیونه افغانیو د ورکړې منظوري ورکړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح الدین نن (سه شنبه د عقرب ۳۰ مه) د افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په مرکه کې ویلي چې مولوي عثمانی د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ وزیر د کرنې د پراختیا له وجهي صندوق څخه د دوو شرکتونو لپاره د اسلامي مالي خدمتونو لپاره د ۷۰ میلیونو افغانیو د ورکړې طرحه تصویب کړه.
 
مصباح الدین مستین زیاته کړه، چې مولوي عثماني چانسلر په خپل دفتر کې د کرنې د پراختیا صندوق له رئیس انجینر عبدالغفور غفاري او د تخمونو د تثبیت رئیس مولوي صدیق الله په شتون کې د دوو شرکتونو په غوښتنه د ۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت اسلامي مالي خدمات منظور کړل.
 
د کرنې وزارت د ویاند په خبره، د دغې غونډې په پیل کې د کرنې د پراختیا صندوق رئیس د غونډې موضوع شریکه کړه او د افغان ریډ پومی ګرینټ او شعیب یحیی صنعتي شرکت د پور غوښتنې په اړه یې معلومات ورکړل.
 
ښاغلی مستین وايي، د کرنې او مالدارۍ وزیر د اسلامي مالي خدمتونو د عرضه کوونکو شرکتونو د غوښتنې له اورېدو وروسته د دغو دوو مېوو د جوس جوړونې او کارتن جوړونې شرکتونو ته د ۷۰ میلیونو افغانیو پور منظور کړ.
 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دغه چارواکي څرګنده کړه چې د دغو اسلامي مالي خدمتونو د ورکړې موخه د خصوصي سکتور ملاتړ او په افغانستان کې د کرنې وده او پراختیا ده.
 
د يادونې وړ ده چې د افغانستان د نږدې ۷۰ سلنه خلکو روزي پر کرنه ده.
https://avapress.com/vdccxxqio2bq448.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته