دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۰
د مطلب کود : 280945
د اسلامي امارت د دفاع وزارت د امنیتي او دفاعي ارګانونو د امنیتي پلان د ترتیبولو په موخه ګډه غونډه اعلان کړه
د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د ملي دفاع وزارت په مرکزي دفتر کې د ګډ امنیتي پلان د ترتیب په موخه د هېواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو لومړۍ ګډه غونډه جوړیږي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دفاع وزارت د چهار شنبې په ورځ د قوس په لومړۍ نېټه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د کورنیو چارو، دفاع او د استخباراتو د عمومي ریاست مسوولینو د امنیتي پلان د جوړولو په موخه غونډه وکړه. 
 
د ملي دفاع وزارت وايي، چې له ۱۴۰۰ کال راهیسې دا د امنیتي بنسټونو لومړۍ ګډه غونډه ده. دا غونډه د اسلامي امارت د دفاع وزارت په ودانی کې جوړه شوې وه.
 
په اعلامیه کې د امنیتي چارواکو له قوله ویل شوي چې د دې غونډې ترسره کول چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د لومړي ځل لپاره ترسره شوه، د هېواد د لا ښه امنیت د تامین او د اړوندو ارګانونو ترمنځ د همغږۍ په ټینګښت کې خورا ارزښتناکه او اړینه ده.
 
دغه راز ويل شوي دي چې د افغانستان د اسلامي امارت د دفاعي، امنيتي او کشفي ارګانونو مسوولين او پوځي کارپوهان به په دې غونډه کې د ګډونوالو د نظرونو له راټولولو وروسته د ١۴۰۳ لمريز کال امنيتي لومړيتوبونه مشخص کړي. له دې سره به دوی ګډ امنیتي پلان ترتیبوي او بیا به د باصلاحیته چارواکو په وینا د ټولو ساحوي قول اردوګانو، امنیه قومندانانو او د ټولو ولایتونو د استخباراتو په ریاستونو کې د پلي کیدو په موخه دې بیان شي.
https://avapress.com/vdcdoz0xkyt0jn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته