دخپریدو نیټه :شنبه ۴ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۲۵
د مطلب کود : 281018
د افغانستان د کرنې وزارت او د ازبکستان د کرنې پوهنتون ترمنځ په تاشکند کې د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو
د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، چې د دغه وزارت د چارواکو او په تاشکند ښار کې د ازبکستان د کرنې پوهنتون ترمنځ د کرنیزو زده کړو په برخه کې د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئیس مصباح الدین مستعین نن سه شنبه د قوس ۴ مه د افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په مرکه کې وویل چې دغه تفاهم لیک د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د وزیر مولوي عثماني او د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ د وزیر او په تاشکند کې د ازبکستان د کرنې پوهنتون د لومړي مرستیال ښاغلي اسلاموف په حضور کې لاسلیک شو.
 
د کرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئیس زیاته کړه، چې د دغه تفاهم لیک پر بنسټ به د دواړو هېوادونو متخصصین د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخو کې خپلې تجربې سره شریکې کړي.
 
د هغه په ​​وينا، د افغانستان د کرنې وزارت ٦٠ بزګرانو او متخصصينو ته به د تاشکند په کرنې پوهنتون کې د لنډو او منځنيو زده کړو زمينه برابره شي.
 
څو ورځې وړاندې د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ د وزیر مولوی عثماني په مشرۍ یو پلاوی ازبکستان ته د اړیکو د پراختیا او د همکاریو د څو تړونونو د لاسلیکولو په موخه سفر وکړ.
 
د یادولو وړ ده چې څو اونۍ وړاندې د ازبکستان د لومړي وزیر د مرستیال په مشرۍ یو لوړ پوړي پلاوي کابل ته سفر وکړ او له اسلامي امارت سره یې په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ او چمتووالي اعلان وکړ.
https://avapress.com/vdcfyyd0cw6dcxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته