دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۵۲
د مطلب کود : 281209
د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د جاپان د همکارۍ غوښتنه وکړه
د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معین ملا عبدالحق اخند په کابل کې د جاپان سفارت له شارژدافیر سره په کتنه کې له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د جاپان د همکارۍ غوښتنه وکړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کورنیو چارو وزارت مرستیال ملا عبدالحق اخند
د جاپان د سفارت شارژدافیر تاکویا تانیموتو او د هغه سفارت د اقتصادي همکاریو سلاکارې مېرمن کیناکاهیروهیکا سره لیدنه وکړه.

په دې کتنه کې د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معین په هېواد کې د کوکنارو د کښت، قاچاق، د نشه یي توکو د پلور او د روږدو کسانو د ملاتړ او درملنې په اړه معلومات ورکړل او په دې برخه کې یې د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه.

د جاپان سفارت شارژدافیر په یادو مواردو کې د اسلامي امارت د هلو ځلو قدرداني وکړه او د خپل هیواد د هر راز همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

د یادولو وړ ده چې د نړیوالو سازمانونو د راپور له مخې په افغانستان کې د اسلامي امارت له جوړیدو وروسته د نشه يي توکو کښت او قاچاق د پام وړ کم شوی دی.
https://avapress.com/vdchvzniw23n6id.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته