دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۱
د مطلب کود : 281255
د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال په سرپل کې د نفتو اته نوې څاګانې پرانیستې
د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر په یوه خبرپاڼه کې د ملا عبدالغني برادر له خوا د سرپل ولایت د امو دریا د نفتو په ساحه کې د تېلو د ۸ نویو څاګانو د پرانیستلو خبر ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د رئیس الوزرا دفتر وایی چې په دې غونډه کې پر ملا برادر سربیره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور او د سرپل ولایت چارواکو هم حضور درلود.

په دغو مراسمو کې د رئیس الوزرا اقتصادي مرستيال د خپلې وينا په ترڅ کې وويل چې اسلامي امارت د ټولو ولايتونو متوازن انکشاف ته ډيره پاملرنه کوي او نن په سرپل ولايت کې ديوې مهمې پروژې دپرانستلو شاهدان يوو چې له مخې به يې د دې ولایت اوسیدونکو ته ګټه ورسوي.

د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال په خبره، د دې مهمې پروژې په پیلېدو سره به په سرپل کې د خلکو له غوښتنې سره سم یو لوی مجهز روغتون، معیاري سړک او د اوبو یو بند جوړ شي، چې زرګونه کسانو ته به د کار زمینه برابره شي. 

دغه راز ښاغلي برادر له قراردادي شرکت څخه وغوښتل، چې د يادې پروژې چارې د قرارداد له مخې په ښه توګه ترسره کړي او د خلکو د اړتياوو په پام کې نيولو سره په دغه ولايت کې د عامه ګټو پروژې پيل او بشپړې کړي.

د یادولو وړ ده چې د امو سیند د نفتو په ساحه کې د ۸ نویو څاګانو په فعالیدو سره به د نفتو په ورځني استخراج کې ۸۰۰ متر مکعبه زیاتوالی راشي. دغه راز ویل شوي، چې په نږدې راتلونکي کې به د نفتو لس نورې څاګانې هم فعالې شي.

دا مهال د امو سیند د نفتو په ساحه کې ۳۵۰ انجنیران او ۵۵۰ کارګر په مستقیمه توګه کار کوي، چې د دغو ۸ نویو څاګانو په فعالیدو سره به یې کچه نوره هم زیاته شي.
https://avapress.com/vdciwzarwt1avr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته