دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۴۱
د مطلب کود : 281262
د نشه يي توکو پر وړاندې د ملګرو ملتونو دفتر: په افغانستان کې د کوکنارو د کښت بدیل ډېر وخت ته اړتیا لري
د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر وايي، په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د بدیل موندل ډېر وخت او ډېرو بحثونو ته اړتیا لري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو دغه سازمان په خپله ایکس پاڼه کې د کارپوهانو د یوې ډلې د ناستې خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې د کارپوهانو موخه په افغانستان کې د کوکنارو د کرکیلې لپاره د بدیل موندل دی، چې بزګران دغه بوټی وکری. 

خو د نشه يي توکو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو د دفتر د يوه راپور له مخې، چې د روان کال کې خپور شوى و. د ۲۰۲۲ کال په اپریل میاشت کې د اسلامي امارت د مشر له خوا له بندیز وروسته په افغانستان کې د کوکنارو کښت ۹۵ سلنه کم شوی دی.

له بلې خوا دغه راپور ښيي چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت په کال کې له ۶۲۰۰ ټنو څخه ۳۳۳ ټنو ته راټيټ شوی چې د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ کموالی ښيي.

بايد يادونه وشي، چې د کوکنارو کښت او د نشه يي توکو کارول د انسان پر بدن، روغتيا او ذهن ناوړه اغېزې لري او هر کال سلګونه زره انسانان وژني، په ځانګړې توګه د درېيمې نړۍ په وروسته پاتې هېوادونو لکه افغانستان کې.
https://avapress.com/vdcg3q9xxak97x4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته