دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۷
د مطلب کود : 281545
په افغانستان کې له دوو میلیونو څخه زیات کسان له جدي معلولیت سره ژوند کوي
د ملګرو ملتونو علمي، فرهنګي او ښوونیز سازمان (یونسکو) اعلان کړی، چې په افغانستان کې تر دوو میلیونو ډېر کسان له جدي معلولیت سره ژوند کوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو علمي، فرهنګي او ښوونیز سازمان (یونسکو) د معلولیت لرونکو وګړو د نړیوالې ورځې په مناسبت په فیسبوک کې یو پوسټ خپور کړی او ویلي یې دي چې له دغو کسانو څخه ۵۰۰ په ښوونیزو برخو کې زده کړې کوي. د دې سازمان ټولګي.

یونسکو دغه شمېر په افغانستان کې د معلولیت لرونکو کسانو یوه کوچنۍ ډله بللې چې زده کړو ته لاسرسی لري.

د دې موسسې یو تن محصل هیله څرګنده کړه چې یونسکو او نور نړیوال بنسټونه به په افغانستان کې معلولیت لرونکو وګړو ته لا زیاته پاملرنه وکړي، څو هغوی لوړې زده کړې وکړي.

اروپايي ټولنې هم د دې ورځې په مناسبت ویلي چې په افغانستان کې ۸۰ سلنه لویان له یو ډول فزیکي او رواني معلولیت سره مخ دي.

دغه بنسټ زیاته کړه: "موږ له خپلو شریکانو سره په ګډه د افغانانو ملاتړ کوو او اساسي اړتیاوو ته د هغوی هر اړخیز او عادلانه لاسرسی تضمینوو."

د روغتیا نړیوال سازمان هم د دې ورځې په مناسبت ویلي، چې د لسیزو جګړو او یو شمېر روغتیايي بحرانونو د پام وړ افغان وګړي له یو لړ فزیکي او رواني معلولیتونو سره مخ کړي دي.

سازمان ویلي چې معلولیت لرونکي خلک د ډیری ناروغیو د پراختیا له خطر سره مخ دي او په ورځني ژوند کې ډیر محدودیتونه تجربه کوي.

د یادولو وړ ده چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې یو میلیارد وګړي معلولیت لري چې ۸۰ سلنه یې په مخ پر ودې هېوادونو کې ژوند کوي.
https://avapress.com/vdcay6num49nam1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته