دخپریدو نیټه :جمعه ۱۷ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۲۹
د مطلب کود : 281816
د فلسطین د خلکو چلند د حقوقو په غوښتلو او د استبداد پر ضد دی
په مزارشريف ښار کښې د ايران د اسلامي جمهوريت قونسل جنرال وويل د حقوقو او له ظلم سره د مبارزې د پيغمبر(ص) له زمانې څخه دوام لري. د غزې مسله د فلسطین د خلکو د حقونو لپاره د مبارزې او د ماشومانو وژونکي رژیم په وړاندې د ظلم موضوع ده.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د ایران د اسلامی جمهوریت قونسل جنرال سید حسن یحیوی چې په مزارشریف ښار کښې استوګن دی، د فلسطین د غزې د بې دفاع خلکو په خلاف د اسرائیلو د جنایتونو د زیاتیدو په هکله وویل: موږ په اسلامي نړۍ کې د یوه ستر بدلون شاهدان یو، چې موضوع یې د غزې اوسنۍ پېښې دي، ځکه چې د امریکا په مشرۍ استکبار د غزې د بې ګناه خلکو په وړاندې د اسرائیلي رژیم له لارې وحشتناک جنایتونه ترسره کړي دي.
 
هغه څرګنده کړه، د فلسطین په مسلمانانو په تېره بیا د غزې د اوسېدونکو په وړاندې د اسرائیلو له خوا د نړیوال استکبار ظلم او نیواک د دې غوښتنه کوی، چې د استکبار په مشرۍ او مدیریت د اسرائیلو د ظلم او تېری په وړاندې د اسلامی نړۍ متحد ودریږی، ځکه چې د فلسطین ولس د اسرائیلو د ظلمونو او تیریو په وړاندې یو موټی شی. 
 
ښاغلي یحیوي زیاته کړه: د حقوقو غوښتنه او له ظلم سره مبارزه د پیغمبر اکرم (ص) په زمانه کښې او له هغه مخکې هم دوام درلود او تر ننه دوام لري او د غزې مسئله د فلسطین د خلکو د حقوقو د غوښتنې موضوع ګڼل کیږي.
 
هغه وویل په غزه کښې د سړیو، ښځو او ماشومانو په خلاف جنایتونه د اسرائیلو د وحشت او چلند ښودنه کوی او اسرائیل خپل حق ګڼی چې هر ډول جنایت د دروغو په توجیه کولو سره ترسره کړي.
 
خو په مزارشریف ښار کښې د ایران د اسلامی جمهوریت قونسل جنرال د خپلې وینا په بله برخه کښې د بي بي فاطمي (س) د شهادت د ورځې په مناسبت تسلیت ووایه او زیاته یې کړه: حضرت زهرا سلام الله علیها یو ستر شخصیت دی. په اسلامي نړۍ کې هغه څېره ده او موږ هڅه کوو چې د هغې لارې او د هغې معصوم بچیان تعقیب کړو.
https://avapress.com/vdcb88b50rhbwwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته